د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس په کابل کې د سور صلیب له استازي سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱۲:۵۶
سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمرافغانی با نماینده صلیب سرخ در کابل ملاقات نمود!

نن سه شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال، چې د ۱۴۴۳ کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۱ مې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د  سره صلیب د کوپرېشن له مسوولې مېرمن را برتو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د کوپرېشن مسوولې را برتو له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د سره صلیب د فعالیتونو او کړنو په اړه مالومات وړاندې کړل او همدارنګه یې د څلورو نویو پروژو، چې د ماین پاکۍ، د څښلو لپاره د پاکو اوبو، د اقتصادي ارزښت د تأمین او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د خوارک پروژه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به په ګډه پیل شي خبرې وکړې.

په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس له لوري د مننې تر څنګ د هر ډول ملاتړ او مرستو ډاډ ورکړل شو او زیاته یې کړه؛ تېرې ۴۳ کلنې جګړې په هېواد کې بوږنوونکې پېښې رامنځ ته کړي، چې له امله افغان دې ډول پروژو ته ډېره اړتیا لرې او افغاني سره میاشت به په دې برخه کې له سور صلیب سره غوره مرسته ترسره کړي.

 

سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمرافغانی با نماینده صلیب سرخ در کابل ملاقات نمود!

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS