د افغاني سرې میاشتې نوي سرپرست عمومي ریس د پارسا موسسې له مشرې سره تعارفي لیدنه وکړه
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن چهارشنبه د محرم الحرام د میاشتې پر ۱۱ مه، په خپل کاري دفتر کې د پارسا مؤسسې له مشرې اغلې مارني سره تعارفي ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې او پارسا مؤسسې تر منځ پر ګډو فعاليتونو او همکاریو خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې د لا ډېرو هر اړخيزو همکاریو هيله څرګنده کړه.
ورپسې د پارسا د مؤسسې مشرې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ته د ورسپارل شوي مسؤلیت د مبارکۍ تر څنګ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب او ریښتیني خدمت ترسر کولو هیله وښوده او له افغاني سرې میاشتې سره د ګډو کاري فعاليتونو په اړه یې اړين معلومات وړاندې کړل.
همدا راز نوموړې د هغې پروژې په اړه هم معلومات وړاندې کړل چې اوسمهال د حرفوي زده کړو په برخه کې جريان لري چې موخه یې د بې سرپرسته کورنيو پر ځان بسياينه او اقتصادي پياوړتيا ده.
====================================
امروز چهارشنبه ۱۱ محرم الحرام، محترم شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانی، با خانم مارنی مسئول مؤسسه پارسا در دفتر کاری خویش جلسه تعارفی داشت.
سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانی در این دیدار از فعالیت ها و همکاری های مشترک هلال احمر افغانی و بنیاد پارسا ابراز خرسندی نمود، نیز در آینده اميدواری همکاری های همه جانبه داشت.
سپس مسؤل مؤسسه پارسا ضمن تبریکی مسئولیت جدید به سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانی، برای موصوف آرزوی موفقیت در تمامی امور و ارائه خدمات واقعی به نیازمندان نمود.
موصوف همچنین معلوماتی را در مورد آن پروژه که در حال حاضر در مورد آموزش حرفه ای جریان دارد و هدف آن خودکفایی و بهبود اقتصاد خانواده های بی سرپرست میباشد، ارائه نمود.
