د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتي له څانګې لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۳:۴۰
معاون جمعیت هلال احمر افغانی محترم ملا نورالدین ترابی از نمایندگی هلال احمر افغانی ولایت زابل دیدار نمود!

نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې پر ۴مه نېټه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نور الدین ترابي د زابل ولایت د سرې میاشتې د بېلابېلو څانگو او په یاد ولایت کې د سرې میاشتې له ثابتو او ګرځنده کلینیکونو لیدنه وکړه؛ ورپسې یې د ځوانانو او رضاکارانو د روزنیز کلوپ د زده کړو له بهیر له نژدې لیدنه وکړه. نوموړي د ګودامونو او روغتیایي او خوراکي توکو د منظم او پاک ساتلو او د یاد ولایت د کارونو په ښه ډول په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه.

همدا راز ښاغلي ملا نورالدین ترابي د شته ستونزو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او ژمنه یې ورکړه، چې د یاد ولایت د بېلابېلو برخو ستونزې به ډېر ژر حل کړو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي د یاد ریاست کارکوونکي د غوره وظیفوي خدمت په ترسره کولو تقدیر او د نغدي تقدیر او بخششۍ ژمنه یې ورسره وکړه.

 

معاون جمعیت هلال احمر افغانی محترم ملا نورالدین ترابی از نمایندگی هلال احمر افغانی ولایت زابل دیدار نمود!

 

معاون جمعیت هلال احمر افغانی محترم ملا نورالدین ترابی از نمایندگی هلال احمر افغانی ولایت زابل دیدار نمود!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS