د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د کویت هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد جمال سره لیدنه ترسره کړه!
د جمادي الاولى په ۱۷مه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د کویت د سرې میاشتې له استازي احمد جمال او مل پلاوي سره پر بشري مرستو ښاغلي ملا نورالدین ترابي وویل "افغاني سره میاشت د خپلو ګرځندو روغتیایي ټیمونو له لارې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خدمات وړاندې کوي، ځکه خو دا مهال د افغاني سرې میاشتې نیمایي بودیجه پر روغتیایي خدماتو مصرفېږي". د نوموړي پر وینا د ګرځندو روغتیایي ټیمونو لا پراختیا ته ستره اړتیا ده؛ ترڅو افغاني سره میاشت په دغه برخه کې لا غوره خدمات ترسره کړي. د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي وویل "دا مهال د هېواد په ډېری ولایتونو کې لسګونه زره کورنۍ بې وزله دي؛ لازمه ده د خوراکي توکو تر څنګ یې نغدي مرسته هم وشي او د پاکو اوبو د څښاک زمینه ورته برابره شي".
