د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کاپیسا نماینده ګۍ له نوې جوړېدونکې ودانۍ او د پروان له مرستون لیدنه وکړه
پنجشنبه، ۱۸ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د یو پلاوي په ملتیا د کاپیسا نماینده ګۍ لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ له رغنیزو چارو، د پروان مرستون، نماینده ګۍ او د سرې میاشتې له املاکو لیدنه وکړه.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د نوې جوړېدونکې ودانۍ چارې مثبتې و ارزولې او اړونده مسؤولینو ته یې د معیاري رغنیزو چارو په ترسراوي تاکید وکړ. نوموړي پروان ته په تګ د یاد ولایت له مرستون لیدنه وکړه، داخلي او بېرونیو مشمولینو ته په ښه او غوره شکل د خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ، ورپسې یې دې ولایت کې د سرې میاشتې املاک هم ولیدل، نماینده ګۍ ته په ورتګ یې د اداري چارو ارزونه وکړه، د اړونده مسؤولینو وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې وړاندې کړ.
