د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوي لپاره د ٢٥ هېوادونو له ملي ټولنو سره انلاین ناسته وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۷:۲
افغاني سرې میاشتې د راستنېدونکو کډوالو لاسنيوي لپاره د ۲۵ هېوادونو له ملي ټولنو سره آنلاین ناسته وکړه

کابل - دوشنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د مرکزي دفتر يو شمېر مسٸولينو  په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په شتون کې د ۲۵ هېوادونو د ملي ټولنو له مسئولینو سره ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د بېړنیو بشري مرستو د جلب په موخه آنلاین ناسته وکړه.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال په وروستیو کې د وچکالۍ، طبيعي او غیرې طبيعي پېښو له امله افغانانو ته د اوښتو زیانونو، له ګاونډيو هېوادونو څخه په يو دمي شکل د راستنېدونکو کډوالو د راتګ، شته ستونزو او امکاناتو په اړه معلومات شریک کړل او د پراخ ملاتړ او بېړنیو همکاریو غوښتنه یې وکړه. 

دغه راز په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مرستیال هم هرات ولایت ته د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه د خپل سفر پر مهال ترلاسه کړي معلومات، اړتیاوې، ستونزې او وړانديزونه له نړیوالو سره شریک کړل او دې ستونزمن حالت کې يې د مرستو پر پراخېدو ټينګار وکړ.

په پای کې د نړیوالو ملي ټولنو مسئولینو له افغاني سرې میاشتې سره د بشري کړاوونو د راکمولو او بحران د کابو کولو ژمنه وکړه او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوی یې د ټولو ملي ټولنو ګډ مسؤلیت وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۱
Background image

خوست؛ زرګونو ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

چهارشنبه، ١٢ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣٣٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

BACK TO NEWS