د افغاني سرې میاشتې مرستیال د تورخم له عمري پنډغالي لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۹:۴۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د تورخم له عمري پنډغالي لیدنه وکړه!

نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او مل پلاوي ننګرهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال تورخم کې له عمري پنډغالي او د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت اروزنې ترڅنګ د افغاني سرې مياشتې له خدماتو  لیدنه وکړه.
دغه راز ښاغلي مرستیال په پنډغالي کې پر کډوالو د پخو خوړو د وېش، انتقالاتو او چاپېریال د پاکوالي په موخه له توظيف شويو کارکوونکو، رضاکارانو او کاريګرو سره هم ولیدل او هغوی ته یې د خدماتو په وړاندې کولو کې د بشپړ اخلاص او صداقت ترسره کولو سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

هلمند؛ ۱۰۵ زده‌ کوونکي له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۵ تنه زده‌ کوونکي د خپلو زده‌ کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

دغو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۶
Background image

پکتیا؛ د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګل غونډۍ کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي مصرفي توکي وسپارل شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د الحیات میډیکل کمپنۍ له لوري ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په موخه د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي. . .

BACK TO NEWS