د افغاني سرې میاشتې له لوري د ملي ټولنو نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۸:۱۲
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ملي ټولنو نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

نن شنبه د ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال پر ۷مه د افغاني سرې میاشتې د غونډو په تالار کې د ملي ټولنو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په یاده غونډه کې د سرې میاشتې د عمومي سرپرست رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص په شمول افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مرستیالې شارلود مورېل، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د همکارۍ د څانګې مشرې آغلې رابرتا، افغانستان کې د نړیوال غورځنګ مشر ښاغلي نیسفوړ، په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مشر ښاغلي فرید ضیاء او په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې استازي ښاغلي احمد او ګڼو مېلمنو، د ملي ټولنو استازو او د سرې میاشتې د ریاستونو رییسانو او آمرینو ګډون درلود.

په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص په خپله وینا کې راغلو مېلمنو او ګډونوالو ته وویل، چې افغاني سره میاشت د نړیوال غورځنګ له اصولو سره سم د نړیوال غورځنګ د فعال غړي په توګه ګډ خدمت ته لیواله او ژمنه ده. نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت خپلې ټولې کړنې او بشرپال فعالیتونه د تل په څېر په پوره خپلواکۍ ترسره کوي او ژمنه کوي، چې په نړیواله کچه به په بشري امورو کې ونډه اخلي.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې زمونږ په هېواد کې اوږدو جګړو، طبیعي پېښو، ناروغیو او ټولنیزو ناخوالو ګڼ شمېر هېوادوال له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي، خو الحمدلله د افغاني سرې میاشتې ټولنه د هېواد د لومړني او تلپاتې بشري ملي بنسټ په توګه په هر حال او هر ځای کې د دوی پر لاسنیوي توانېدلې. نوموړي وویل، چې افغاني سره مياشت له مصيبت ځپلو سره پر وخت لازمه مرسته خپل مکلفيت ګني؛ مونږ خوښ يو، چې کاري شريکانو له مونږ سره تل اوږه په اوږه مزل کړی او د ګډ او همغږي کار له لارې د هېوادوالو پر لاسنيوي تر ډېره برلاسي شوي يو. مونږ باور لرو، چې له ملي ټولنو او نړيوال غورځنګ سره د ګډ او همغږي کار له لارې به تر پخوا هم ښه بشرپال خدمتونه وکړای شو او يو او بل ته لاسنيوی به مو ددې لامل وي، چې د بېوزلو هېوادوالو ژوند ته سکون او وده ورکړو.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې زمونږ کارکوونکي باید د پخوا په پرتله خپل فعالیتونه څو برابره ډېر او پیاوړي کړي ترڅو نړیوالو ته وښایو، چې مونږ باهمته ملت یو او ددې وړتیا لرو، چې په پوره شفافیت سترې او قوي چارې ترسره کولای شو. نوموړي وویل، چې کاري شریکانو ته مو پیغام دا دی، چې په دې ورځو کې په افغانستان کې پراخ سیلابونه رامنځته شوي او مونږ اراده لرو، چې د اړمنو لاسنیوی وکړو؛ له تاسې مې غوښتنه ده، چې د افغاني سرې میاشتې ترڅنګ ودرېږئ ترڅو په ګډه له دغه ناورینه هېوادوال وژغورو.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د خپلو خبرو په پای کې د افغاني سرې مياشتې له کارکوونکو او رضاکارانو ځانګړې مننه وکړه، چې شپه او ورځ يې د بېوزلو او مصيبت ځپلو لاسنيوي ته په ايماني مسووليت کتلي او د غمځپلو پر شونډو يې موسکا خپره کړې.

په ناسته کې د نړیوالو غورځنګ مشر ښاغلي نیسفوړ په خپله وینا کې ګډونوالو ته وویل، چې هره کړنه چې له مهربانۍ سره یوځای شي، نو غوره پایله ورکوي. نوموړي وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې په لاس له شاوخوا ۶۰۰۰۰۰ وګړو سره مرسته شوې، چې ددې شمېر له نیمایي وګړو سره ژمني توکي مرسته شوي. نوموړي وویل، چې د سرې میاشتې رضاکاران او کارکوونکي زحمت باسي او خدمتونه ترسره کوي، خو یوه خبره ډېره اړینه ده، هغه دا چې ستونزې بیخي ډېرې دي؛ ځکه خو دغه خدمتونه د یو څاڅکي په مثال دي. نیسفوړ وویل، چې مهرباني په خدمتونو کې د مرکزیت رول لري، چې له امله يې ګڼې مرستې ترلاسه کولای شو.

ورپسې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مرستیالې آغلې شارلود مورېل د یادې ورځې په تړاو وویل، چې رضاکاران د ملي ټولنو د ملا د تیر حیثیت لري؛ مونږ په افغانستان کې له تحول وروسته د روغتیا په برخه کې پراخه مرسته کړې، چې اوسمهال ګڼ روغتونونه لرو. نوموړې وویل مونږ ژمن یو، چې په هر ډول حالت کې به په پرلپسې ډول د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی کوو.

 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ملي ټولنو نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ملي ټولنو نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ملي ټولنو نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS