د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص په قطر کې د ۱۰ هېوادونو د سفارتونو له استازو، نړیوال فدراسیون او قطر سرې میاشتې له استازو سره ولیدل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۵:۸
مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی سره میاشت در کشور قطر با نماینده گان سفارت های ۱۰ کشور، فدراسیون بین المللی و هلال احمر قطر ملاقات نمود!

د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس قطر هېواد ته د روان سفر په درشل کې د یوې تفصیلي ناستې په ترڅ کې د کاناډا، المان، ایټالیا، جاپان مالیزیا،نیدرلینډ، سپین، سویزرلینډ، انګلستان او امریکا د سفارتونو له استازو، نړیوال فدراسیون او د قطر د سرې میاشتې له استازو سره د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې له افغانستان سره د بشري مرستو، د بشري خدمتونو د ښه ترسره کولو لپاره د پیسو په لېږد کې د ستونزو او ګڼو نورو ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس له نړیوالو او خیریه موسسو وغوښتل، چې له افغانانو سره پدې ستونزمن وخت کې پراخې مرستې ترسره کړي. نوموړي د یادو هېوادونو استازو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسې مرستې به په پوره ډاډ او شفافیت پر اړمنو هېوادوالو وويشل شي.

 

مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی سره میاشت در کشور قطر با نماینده گان سفارت های ۱۰ کشور، فدراسیون بین المللی و هلال احمر قطر ملاقات نمود!

 

مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی سره میاشت در کشور قطر با نماینده گان سفارت های ۱۰ کشور، فدراسیون بین المللی و هلال احمر قطر ملاقات نمود!

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل؛ د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنۍ وارزول شوې

یکشنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د جیولوجۍ په برخه کې د ۳۰ روزل شویو رضاکارانو یوه ډله، د کابل ښار اړوند د اوومې ناحيې د چهلستون غره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۷:۵۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

يکشنبه، ۲۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۷۸۶ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

BACK TO NEWS