د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس دوحه کې د قطر د سرې میاشتې له سکرتر جنرال سره ولیدل

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۸:۴۹
سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با سکرتر جنرال هلال احمر قطر ملاقات نمود!

نن د چهارشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۴مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص دوحه کې د قطر هېواد د سرې میاشتې له سکرتر جنرال علي بن حسن الحمادي او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو له افغانستان سره د بشري مرستو پر ډېرښت خبرې وکړې. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د قطر د سرې میاشتې له سکرتر جنرال او ورسره پلاوي غوښتنه وکړه، چې افغانستان دا مهال سترو بشري مرستو ته اړتیا لري او باید د قطر سره میاشت په دې برخه کې پراخه ونډه واخلي.

د قطر د سرې میاشتې سکرتر جنرال ښاغلي علي بن حسن الحمادي ژمنه وکړه، چې دوی به له افغاني سرې میاشتې سره د خپلو مرستو کړۍ پراخوي او د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی به کوي.

 

سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با سکرتر جنرال هلال احمر قطر ملاقات نمود!

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS