د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د انګلستان له استازي سره د بېځایه شويو او زیانمنو پر ستونزو آنلاین خبرې وکړې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۸:۵۲
كابل

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان لپاره د انګلستان له ځانګړي استازي، ښاغلي ریچارډ لینډسي سره په آنلاین ناسته کې د داخلي بېځایه شويو کورنیو او د وروستیو ورښتونو له امله د زیانمنو پر ستونزو خبرې وکړې.

په ناسته کې عمومي رئيس د افغاني سرې میاشتې له لوري بېځایه شويو کورنیو ته د نغدي مرستو، خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش په اړه معلومات وړاندې کړل او د وروستیو ورښتونو له امله د زیانمنو کورنیو د وضعیت او اړتیاوو په اړه يې هم معلومات شریک کړل.

ښاغلي دلاور وویل: افغاني سره مياشت په دوامداره توګه له اړمنو، کډوالو او بې سرپرسته کورنیو سره بشري مرستې کوي او هڅه کوي چې مرستې پر وخت او په منظم ډول مستحقو هېوادوالو ته ورسېږي.

په پای کې ښاغلي لینډسي د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او د همکارۍ د دوام ترڅنګ یې د بشري مرستو د پراختيا او د اړمنو د لاسنیوي په برخه کې د انګلستان د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کاپیسا کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د بدراب درې د ببر خواجه کلي هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

BACK TO NEWS