د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي کابل کې د ترکیې له سفیر سره ولیدل
نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۲مه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي او د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال داکتر محمد نبي برهان په کابل کې د ترکیې د اسلامي جمهوریت له سفیر جهاد ارگیني سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ترکیې هېواد د خلکو له لوري افغانستان ته د ۷۵۰ ټنه رالېږل کېدونکو خوراکي او غیر خوراکي مرستو پر ویش او د اړمنو وګړو د سروې په اړه خبرې وکړې. د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګیني ته ډاډ ورکړ، چې د دوی مرستې به له ځنډ پرته د افغاني سرې میاشتې له لوري په پوره شفافیت د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو ته ورسوي. په یاده لیدنه کې د ترکیې هېواد پېښو ته د رسیدګۍ د ادارې، د تیکا خیریه بنسټ او د ترکیې د سرې میاشتې استازو هم ګډون کړی و.
د ترکیې هېواد له لوري په کیدونکې ۷۵۰ ټنه مرسته کې خوراکي توکي، البسه، ولچر، چپرکټ او حفظ الصحه توکي شامل دي، چې په نېږدې موده کې به د تورغونډۍ د بندر له لوري افغانستان ته راوړل شي.


