د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي په خوست ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ د ریاست لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۴:۱۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي په خوست ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ د ریاست لیدنه وکړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د محرم الحرام پر ۴مه په خوست ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ د ریاست لیدنه وکړه.

نوموړي د لیدنې پر مهال د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته وویل، چې د افغاني سرې میاشتې رضاکاران په بشري مرستو کې بنسټیز ځای لري او په نړیواله کچه د رضاکارانو ستر اهمیت شته. نوموړي وویل دی غواړي په ټول هېواد کې د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو له تثبیت وروسته د لسګونو زرو نویو رضاکارانو د ثبت او جلب پروسه پیل کړي.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې د خوست له مسوولینو په سپېره ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د شته ستونزو او اړتیاو تازه معلومات ترلاسه کړل او تر خپله وسه یې د شته ستونزو د حل او اړتیاو د پوره کولو ډاډ څرګند کړ.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس خوست ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د ریاست د ټولو څانګو او کارکوونکو لیدنه هم ترسره کړه.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي په خوست ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ د ریاست لیدنه وکړه!

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي په خوست ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ د ریاست لیدنه وکړه!

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۵۹
Background image

پکتیا؛ ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې

سې شنبه، ۲ رجب ۱۴۴۷
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې افغاني سرې میاشتې له ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۲ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

بلخ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنيو څه باندې ۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۲ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو کلیو پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

هرات؛ تېرو ٣٠ ورځو کې زرګونه ناروغان له روغتيايي اسانتياوو برخمن شوي دي

سې شنبه، ٢ رجب  ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٦٩٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS