د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس کابل کې مرکزي روغتون کې د درې څانګو پرانیسته وکړه!
نن یکشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص کابل کې د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د درې څانګو د پرانیستې تر څنګ یاد روغتون بېرته د عادي ناروغانو پرمخ پرانیست. یاد روغتون ۲۰۲۰ز کال جولای میاشت کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د تداوۍ په منظور د کویډ ـ ۱۹ په اختصاصي روغتون بدل شوی و. یاد روغتون له یادې مودې تر ننه ۱۳۰،۰۰۰۶ یو لک دیرش زره او شپږ تنو ته د کرونا په اړه عامه پوهاوی، قرنطین، واکسین او بستر په برخو کې فعاله او رغنده ونډه ترسره کړه. نن یو ځل بیا د هېوادوالو اړتیا ته په کتنه د ۲۴ ساعته خدماتو د وړاندې کولو په منظور د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص لخوا بېرته د کویډ ـ ۱۹ له اختصاصي روغتون څخه عادي خدماتو ته را وګرځول شو او د عاجل خونې، عملیات خانې، غاښونو د برخې، اکسرۍ، اورتوپیدي، لابراتوار او درملتون په شمول يې درې نوې څانګې (داخله، جراحي او نسائي ولادي) هم پرانیستل شوې.
ښاغلي خالص د یاد روغتون د بېلا بېلو برخو له لیدنې وروسته له روغتیايي پرسونل او نورو ټولو کارکوونکو مننه وکړه، چې د کرونا ویروس پر مهال د یاد ویروس د مخنیوي لپاره یې هلې هلې ځلې کړي دي. نوموړي یو ځل بیا ورڅخه وغوښتل، چې له بیا پرانیستې وروسته باید له پخوا څخه څو برابره زیات کار په پوره روڼتیا ترسره کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل،چې 'انسان نړۍ ته بامسؤلیته راغلی او د هر قدم به نیکه یا بده بدله ورکول کېږي، ډاکټران د انسان له ژوند سره سروکار لري، نو که اراده او موخه يې د انسانیت خدمت وي، نو دوی ته د الله تعالی رضا او مادي ګټه دواړه لاسته ورځي، خو که موخه يې مادیات وي، نو د الله تعالی رضا ورسره نه شته، په قیامت کې به پوښتنه ترې کېږي". نوموړي وویل "که ډاکټر انسان ته داسې درمل ورکړي، چې له امله یې هغه ومري، نو دغه ډاکټر ددې سړي قاتل دی او الله تعالی وايي، چې د یو انسان وژل د ټولو انسانانو د وژلو په معنا دی".
نوموړي زیاته کړه چې "د نویو څانګو په پرانېسته د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون د ډاکترانو او کارکوونکو مسولیت نور هم زیات شو؛ باید د اړمنو وګړو له هیلو سره لوبې ونه شي، بلکې د مسولیت په سیوري کې د راغلي ناروغ بشپړ خدمت وشي او په درمنله کې یې تر خپلې وروستۍ کچې هڅې وشي، ځکه دې روغتون ته نهايي اړمن خلک مراجعه کوي. د نويو څانګو کارکوونکي او ډاکټران باید سر له همدا اوسه د ارتقا ګام واخلي او د روغتون په چارو کې نوښتونه رامنځته کړي، ټول ډاکټران او کارکوونکي باید پرلپسې د خدمت فکر ولري او په نوې جذبه او هوډونو د خدمت په ډګرونو کې وړاندې ګامونه واخلي".
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس وویل "مونږ هیله من یو دغه مرکزي روغتون به د هېواد په کچه بریالی او نوموتی روغتون وي او دغه کار د شته ډاکټرانو په ارتقايي هوډ او پرلپسې هڅو کېدونکی دی. زه ژمنه کوم چې ددې روغتون ټولې اړتیاوې به پوره کوم او د ارتقايي فکرونو او چارو تل هرکلی کوم".
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د روغتیا د برخې رییس ډاکټر سلیم بهره مند وینا وکړه. نوموړي وویل "د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون د روغتیا وزارت له اصولو او غوښتنو سره سم فعالیت کوي". نوموړي وویل "نسائي ولادي برخې ته ځکه ډېره اړتیا وه، چې په هېواد کې د ولادت پر مهال د میندو د مړینې کچه ډېره ده او مونږ نیکمرغه یو، چې په دې برخو کې په ټول هېواد کې لازم وسایل لرو".
نوموړي وویل "مونږ پوره کوښښ کوو، چې د روغتون د چارو د لا پرمختګ، پیاوړتیا او چکټیا لپاره کوټلي ګامونه واخلو او نوښتونه رامنځه کړو".
