د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر په مسجد کې کارکوونکو ته د هېواد د نافذه قوانینو د رعایت سپارښتنې وکړې!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر په مسجد کې کارکوونکو ته د هېواد د نافذه قوانینو د رعایت سپارښتنې وکړې!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته د مرکزي دفتر په مسجد کې د هېواد د نافذه قوانینو اړوند یو لړ سپارښتنې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې افغاني سره میاشت د خپلې اساسنامې پر بنسټ د هېواد د نافذه قوانینو پر عملي کولو مکلفه ده او باید د افغاني سرې میاشتې هر کارکوونکی او اداره د هېواد هر تازه نافذېدونکی قانون پر ځان او کورنۍ عملي کړي او د هېواد قوانینو ته ژمنتیا ثابته کړي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس همدا ډول په خپله وینا کې وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې د امربالمعروف وزارت د حجاب اړوند شوې پرېکړې او طرحې ته باید د افغاني سرې میاشتې ټول کارکوونکي او ادارې جدي او دقیقه پاملرنه وکړي او یادې فیصلې ته بشپړ احترام ولري. نوموړي وویل، چې له تاسې ټولو مې غوښتنه ده مخکې تر دې چې د امربالمعروف وزارت مسؤلین مونږ د یاد وزارت له پرېکړو سرغړونې ته متوجې کړي؛ لازمه ده د هغوی له ویلو مخکې باید په خپلو کورونو کې او پر ځان مو د یاد وزارت پرېکړې پلې کړې وي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د امربالمعروف وزارت له لوري د حجاب اړوند کړې پرېکړې د یادونې په ترڅ کې وویل، چې د یاد وزارت د حجاب اړوند اعلان شوی حکم عملي کول د افغاني سرې میاشتې د هر فرد او ادارې مسوولیت دی او باید پر ځان او خپله کورنۍ د یادې پرېکړې عملي کول لازمي او جدي وګڼي.

نوموړي وویل موږ پوره کوښښ کوو، چې د افغاني سرې میاشتې له بنسټیز اصل سره سم استقلالیت ولرو او دې ته اړتیا پېښه نه شي، چې د وزارتونو او نورو ادارو له لوري زموږ عیبونه او سرغړونې را په ګوته شي، تدریجې په پام کې نیول شوي پړاوونه راباندې پلي شي او سزا راکول شي. دا زما مسؤلیت دی چې د افغاني سرې میاشتې د مسؤل په صفت د خپلو کارکوونکو شرعي کمزورتیاوو ته متوجه شم، د لرې کولو کوښښ یې وکړم او پرېنږدم، چې د افغاني سرې میاشتې په دایره کې د هېواد له نافذه قوانینو سرغړونه شتون ولري.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د هېواد له نافذه قوانینو سره همغږي ګامونه اخیستل د افغاني سرې میاشتې د چارو د ښه پرمختګ لامل ګرځي او د ستونزو د ایجاد د مخنیوي لامل ګرځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS