د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته لاړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۷:۳
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته لاړ!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر دویمه نېټه د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر هېواد ته په اوه ورځني سفر لاړ. ټاکل شوې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس به په خپل سفر کې د نړیوال فدراسیون له مشرانو، د قطر هېواد د سرې میاشتې له مسوولینو او د ګڼو نورو خیریه ټولنو له مسوولینو سره له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.

تمه ده چې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس به په دې سفر کې د بشري مرستو ګڼې لاس ته راوړنې ولري. په یاد پلاوي کې د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ډاکتر محمد نبي برهان، د نړیوالو اړیکو رییس غلام حبیب حسام او د عربي هېوادونو لپاره سلاکار قاري انعام الله قاضي زاده ګډون لري.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته لاړ!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS