د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د برتانیې د سور صلیب له رییسه پلاوي سره ناسته ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ذوالقعدې پر ۲۲مه جینوا کې د برتانیې د سور صلیب له رییسه پلاوي سره ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې په افغانستان کې د برتانیې د سور صلیب له لوري په بېلابېلو برخو کې پر مرسته او همکارۍ خبرې او بحثونه وشول.
