د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د محرم الحرام پر ۲مه لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ او د نمایندګۍ ټول کارکوونکي او یو شمېر رضاکاران یې له نېږدې ولیدل.
نوموړي دې لیدنه کې د یاد ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې روانو شپو کې د طبیعي افتونو له امله اوښتو زیانونو ته پر وخت لاسرسی وکړي او بشپړ شفافیت پام کې ونیسي. ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص د کارکوونکو ستونزې او اړتیاوې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې ډېر زر به یادې ستونزې حل کړي او اړتیاوې به یې پوره کړي.
نوموړي د یاد ریاست د روغتیایي مرستو،پېښو، خپرونو، معلوماتي ټیکنالوژۍ، دعوت او ارشاد، د غړیتوب سیستم او یو شمېر نورو څانګو لیدنه وکړه او د ریاست رییس ښاغلي مولوي قمرګل نصرت ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ریاست په احاطه کې د مسجد د جوړښت لپاره ځای مشخص کړي؛ ترڅو دی یې ورته جوړ کړي.
