د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په یو شمېر زلزله ځپلو کلیو وګرځېد او د زلزلې له امله د نړیدلو کورونو ارزونه یې له نېږدې وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۳:۵۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په یو شمېر زلزله ځپلو کلیو وګرځېد او د زلزلې له امله د نړیدلو کورونو ارزونه یې له نېږدې وکړه.

نوموړي د نړیدلو کورونو د لیدنې پر مهال زیانمنو ته ډاډ ورکړ، چې دوی به د حکومت له څو ارګانونو سره په ګډه د کورونو د جوړښت په اړه لاس په کار شي.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د زلزله ځپلو کورونو د لیدنې پر مهال له هغې یتیمې ماشومې سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم وکړه، چې د کورنۍ نهه تنه یې شهیدان شوي وو او نوموړې په ټوله کورنۍ کې یوازې پاتې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS