د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر ، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مشاور ، د ټیکا ادارې رئیس ، د دیانت ادارې مسؤل او د افغانستان لپاره د ترکیې د سرې میاشتې مسؤل فرید احمد ضیاء سره د ګډو همکاریو په موخه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۸:۵۱
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر ، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مشاور ، د ټیکا ادارې رئیس ، د دیانت ادارې مسؤل  او د افغانستان لپاره د ترکیې د سرې میاشتې مسؤل فرید احمد ضیاء سره د ګډو همکاریو په موخه ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جهاد ارګینای، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مشاور عبدالله دوندار، د ټیکا ادارې رئیس فاضل آکین، د دیانت ادارې مسؤل عبدالقدیر بکیر اُغلو او د افغانستان لپاره د ترکیې د سرې میاشتې مسؤل فرید احمد ضیاء سره د ګډو همکاریو په موخه ناسته ترسره کړه. ناسته چې افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره افغانستان کې د ماموریت د پای ته رسیدو په اړه د مخه ښې او په افغانستان کې د ترکیې هېواد د خیریه فعالیتونو د مننې په پار جوړه شوې وه؛ په کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د ترکیې د سفیر ښاغلي ارګینای ماموریت مثبت او له لاسته راوړنو ډک وباله. نوموړي همدا راز له بېوزلو افغانانو سره د مرستو په اړه د ترکیې د سرې میاشتې او ددې هېواد د خیریه بنسټونو مننه وکړه.ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې له سفیر وغوښتل چې له خپل ماموریت وروسته هم له افغانستان سره خپلې همکارۍ روانې وساتي او د افغانستان رښتینی انځور او بشري اړتیاوې نړۍ ته روښانه کړي، ترڅو نړیوال له افغانستان سره تعامل او مرستو ته را وړاندې شي. د ترکیې هېواد سفیر ښاغلي جهاد ارګینای افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د اُمورو په ښه ترسره کولو کې د افغاني سرې میاشتې مننه وکړه. نوموړي وویل "موږ له افغانستان سره د ورورۍ ژورې اړیکې لرو او دغه اړیکې به تل ژوندۍ وي؛ مونږ د همدې ورورۍ پر بنسټ تل د افغانانو لاسنیوي ته چمتو یو".ښاغلي ارګینای وویل دی به هڅه وکړي په افغانستان کې د یتیمانو د پالنې د مرکزونو د جوړښت او کونډو ته د کاري فرصتونو د پیدا کولو په برخه کې اخیستی ګام تطبیق شي. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص به دې تودیعي ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګینای ته په لاس اوبدل شوې افغاني غالۍ هم ډالۍ کړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS