د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي سره په سعودي عربستان کې وكتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۵:۴۱
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي سره په سعودي عربستان کې وكتل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي طارق علي بخيت سره په سعودي عربستان کې وكتل. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د زیانونو او شته ستونزو په اړه ښاغلي بخیت ته معلومات ورکړل او له نوموړي یې د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي همدا ډول د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي ناستې جوړیدل د بشرپالو خدماتو لپاره اغېزناک وبلل. ناسته کې ښاغلي طارق علي بخیت ژمنه وکړه، چې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو وګړو په لاسنیوي کې به فعاله ونډه واخلي. نوموړي همدا ډول د ملي ټولنو په پینځمه مشورتي غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د پلاوي د فعالې ونډې اخیستنې ستاینه وکړه. ښاغلي بخیت څرګنده کړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان غواړي په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې نوې بشري پروژې پلې کړي، چې د افغاني سرې میاشتې د ښه ظرفیت او نظم د لرلو له امله به یې په تطبیق کې افغاني سره میاشت ګډ رول ولري. نوموړي وویل دوی به هڅه وکړي، چې خیریه بنسټونه وهڅوي چې په افغانستان کې بشرپال خدمتونه د افغاني سرې میاشتې له لارې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS