د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل دوحه کې دوه اړخیزه ناسته وشوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل دوحه کې دوه اړخیزه ناسته وشوه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل ښاغلي سلطان بن احمد العسیري ترمنځ دوحه کې افغانستان کې پر بشري مرستو، روغتیایي خدماتو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته وشوه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس وویل "افغانستان ۴۰ کلنو جګړو له هر اړخه ځپلی او لاسنیوي ته اړتیا لري؛ له مرسته کوونکو بنسټونو مو هیله ده د افغانانو لاسنیوی وکړي او د بېوزلو افغانانو ترڅنګ ودرېږي". نوموړي وویل "له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د ثبت شمېره په لوړېدو ده، چې افغاني سره میاشت یې په یوازې ځان توان نه لري؛ زمونږ هیله ده بشرپال بنسټونه افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي؛ ترڅو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې وس ومومي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له قطر فنډ هیله وکړه، چې د بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او د رواني ناروغانو درملنه او ساتنه کې افغاني سرې میاشتې ته د همکارۍ لاس ورکړي او افغانستان کې د وړو د مرستې پروژه د سرې میاشتې له لارې پلې کړي. د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل ښاغلي سلطان بن احمد العسیري د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یادو برخو کې افغاني سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل "مونږ له افغانانو سره د مرستې هیله لرو او هڅه کوو، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانانو لاسنیوی وکړو او د زرګونو ټنو اوړو د مرستې پروژه د افغاني سرې میاشتې له لارې تنظیم او پلې کړو".

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل دوحه کې دوه اړخیزه ناسته وشوه!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

بدخشان؛ څه باندې ۵۵۰۰ ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٩٣٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۸:۴۸
Background image

لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۴۳
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله له زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د ورښتونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د. . .

BACK TO NEWS