د افغاني سرې میاشتې او سره صلیب ترمنځ د مشارکت او همکارۍ غونډه جوړه شوه!
نن دوشنبه د ذوالقعدې پر ۱۴مه نېټه د افغاني سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوالې کمېټې تر منځ د اووه سیمه ییزو دفترونو د رییسانو او مرکزي دفتر د ځینو کارکوونکو په ګډون درې ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د دې غونډې په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال محترم مولوی احمد خالد حامد ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او غوښتنه یې وکړه، چې په دې مهم او اساس وخت کې افغاني سره میاشت باید له تبعیض او تعصب پرته لکه څنګه چې اسلامي شریعت کې ترینه منع شوې په بېلابېلو برخو کې اړمنو او پېښځپلو سره د بشرپالنې له اصل سره سم لاسنیوی او مرسته وکړي.
