د افغاني سرې میاشتې او د قطر د سرې میاشتې ترمنځ د "تود ژمی" په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۳۹
د افغاني سرې میاشتې او د قطر د سرې میاشتې ترمنځ د "تود ژمی" په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو!

د افغاني سرې میاشتې او د قطر د سرې میاشتې ترمنځ د "تود ژمی" په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو! د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د قطر د سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسؤل ډاکتر احمد صلاح ترمنځ د "تود ژمی" په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د قطر سره میاشت د افغاني سرې میاشتې له لارې د ۷۸۴۲۲ امریکایي ډالرو په برابر د ژمي لپاره اړین توکي پیري او یاد توکي به د افغانستان له بېوزلو وګړو سره مرسته کېږي. د هوکړه لیک له لاسلیک وړاندې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسؤل ښاغلي ډاکتر احمد صلاح او د قطر د سرې میاشتې د عمومي رئیس د دفتر رئیس ښاغلي عادل علي الباکر او نورو مسؤلینو ترمنځ د هرات د وروستۍ زلزلې پر زیانونو، مرستو، اړتیاو او بیا ابادۍ خبرې وشوې. د قطر د سرې میاشتې مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د هرات له زلزله ځپلو سره به د خیمو او بېړنیو خوراکي توکو په مرستو کې ونډه واخلي او همدا ډول به د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه او د یادې ناروغۍ لپاره د افغاني سرې میاشتې د جوړ کړي روغتون په تجهیز کې برخه واخلي.

kk

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS