د افغاني سرې میاشتې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو د سوري زړه ناروغانو د درملنې او عملیاتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۷:۲۳
سره میاشت

د افغاني سرې میاشتې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو د سوري زړه ناروغانو د درملنې او عملیاتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه!

نن پنجشنبه، د ذو القعدې میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې استازو او د اسلامي همکاریو سازمان په استازولۍ ښاغلي خلیل ابراهیم اوکور او دوکتور توفیق احمد، د کابل په دوو روغتونونو (آريانا او سټار) کې د سوري زړه په رنځ د اخته هغو ناروغانو ليدنه وکړه چې د سرې میاشتې په همغږۍ او د یاد سازمان په مالي مرسته دې روغتونونو ته د درملنې او عملياتو په موخه ورپېژندل شوي وو. 

په دې لیدنه کې ښاغلي خليل ابراهیم  د افغاني سرې میاشتې او د یادو روغتونونو د روغتیايي کارکوونکو هڅې، منظم مدیریت او د ناروغانو درملنې ته ژمنتیا وستایله او  زیاته یې کړه چې د پېچلو ناروغیو له امله د اغېزمن شویو معصومو ماشومانو ملاتړ زمونږ د ټولو اخلاقي او انساني مسؤولیت دی او ویې ویل چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغاني سرې میاشتې سره په ګډه هڅه کوي څو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم د دا ډول خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

ښاغلي اوکور د ناروغانو سرپرستانو ته په خطاب کې  د بېوزلو ناروغانو درملنه یو ستر بشري خدمت یاد کړ او له لوی څښتن تعالی څخه یې  د ناروغانو لپاره د عاجلې او کاملې شِفا غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

افغاني سرې مياشتې په کونړ کې پر ۴،۱۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۶۱.۵ میلیونه افغانۍ ووېشلې

سې شنبه، ۲۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې پر ۴،۱۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۶۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې له مخې یې هرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

بادغيس کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

سې شنبه، ٢٨ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

افغاني سرې میاشتې د یوه معیوب شخص سره مرسته وکړه

دوشنبه، ۲۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ولایت له یوه بېوزله معیوب شخص سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرسته وکړه.
یاد شخص څه موده. . .

BACK TO NEWS