افغاني سرې مياشتې په کونړ کې پر ۴،۱۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۶۱.۵ میلیونه افغانۍ ووېشلې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۴:۳۸
k

سې شنبه، ۲۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې پر ۴،۱۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۶۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مقام سلاکارانو ښاغلي شیخ الحدیث احمد نور حنیف، مولوي محمد عثمان بلوچ، د ختیځ زون رئیس مولوي قمر ګل نصرت او د کونړ نماینده ګۍ رئیس مولوي عبداللطیف ثابت ګډون درلود.
د مرستې پر مهال ښاغلي شیخ الحدیث احمد نور حنیف وویل: د پېښو له امله د بېځایه شوو هېوادوالو ملاتړ او لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له اساسي مسؤلیتونو څخه دی او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت به د خپلو بشري فعالیتونو په چوکاټ کې، د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له زیانمنو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه بشري مرسته د بېځایه شوو کورنیو لپاره په دې ستونزمن حالت کې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو مهمه وسیله وبلله او ډاډ یې څرګند کړ، چې په راتلونکي کې به يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته مرستې ترسره شي.
همدا راز، د ختیځ زون رئیس قمر ګل نصرت وویل چې د مستحقو کورنیو د تثبیت لپاره لومړی شفافه سروې ترسره شوې او اوس د ټاکل شوي مېکانېزم له مخې نغدي مرسته وېشل کېږي. د هغه په خبره، هڅه شوې چې مرسته رښتینو اړمنو کسانو ته ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۸:۱
Background image

خوست؛ د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د زرغون وطن جام اتلولي وګټله

دوشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د خوست ولایت د زرغون وطن والیبال جام سیالیو کې د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې په غوره لوبو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

دغه ټورنمنټ، چې د شپږو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۸
Background image

بغلان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

BACK TO NEWS