د افغاني سرې مياشتې ټولنې د سرپل په ولايت کې ۳۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته!
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د خپلو بشرپالو مرستو په لړۍ کې پرون د شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د کب پر ۱۴مه د سرپل په ولايت کې ۳۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د ترکيې د سرې میاشتې په همکارۍ ترسره کړه. په یاده مرسته کې ۷ قلمه مواد شامل دي، چې په کې ۲۵کيلو اوړ، ۵ کيلو وريژې، ۱ کیلو چای، ۴ قُطۍ لوبیا، ۴ قُطۍ نخود ، ۵ لېتره غوړي او ۱ بوجۍ ژمني توکي شامل دي.


