د افغاني سرې مياشتې له لوري ۱۵۰ تنو هغو زده کوونکو سره چې په حرفوي زده کړو بوخت دي، نغدي مرسته تر سره شوه.

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۳:۵۰
خبرونه

د افغاني سرې مياشتې له لوري ۱۵۰ تنو  هغو زده کوونکو سره چې په حرفوي زده کړو بوخت دي، نغدي مرسته تر سره شوه.

د افغاني سرې میاشتې له لوري د صندوق القطر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د کابل ولایت په مرکزي مرستون کې د هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو پر ۱۵۰ تنو زده کوونکو، چې د افغان کوریا انسټیټیوټ کې په مختلفو برخو کې په حرفوي زده کړو بوخت دي؛ په ټولیزه توګه اته سوه اویا زره (۸۷۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هر یوه زده کوونکي ته ۵،۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې یاده نغدي مرسته هره میاشت په نوموړو زده کوونکو وېشل کېږي.

https://whatsapp.com/channel/0029VakrM9TIt5ror2mYP43x

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

چهارشنبه، ۱۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۵۴
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو،. . .

BACK TO NEWS