د آلمان د سولي کلي خبرتیا!

قدرمنو هېوادوالو!
په پام کې ده د آلمان د سولې کلي د موسسې ډاکټران د سلواغې د میاشتې له ۲۱ څخه تر ۳۰ نېټې پورې د ماتو هډوکو او سخت سوځېدلو ماشومانو د معاینې او آلمان هېواد ته د استولو لپاره کابل ته راشي.
قدرمنو ناروغ لرونکو ! لاندې پته او ځانګړنې په یاد ولرئ.
- د ناروغ عمر له ۱ څخه تر ۱۱ کلونو ډیر نه وي.
- د ناروغ تذکره.
- د پلار یا خپلوان تذکره.
- لس قطعې رنګه عکسونه د پاسپورت په اندازه
پته: د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر، افشار سیلو.
د اړیکو شمېره: ۰۷۲۸۹۰۰۱۱۸