دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په پکتیا ولایت کې خوراکي توکي وویشل شول!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۹:۳۵
توزيع مواد غذايي جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت پکتیا !

د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۲۶ نېټه ۱۰۰۰ اړمنو، وچکالۍ ځپلو، بېځایه شوو، بې سرپرسته، یتیم ماشومانو، معلولینو او معیوبینو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګرديز او زرمت ولسوالۍ اوسیدونکو ته د پکتیا ولایت سرې میاشتې په انگړ کی ۹ قلمه خوراکي توکي چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لېتره غوړي،۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود ، ۷ کیلو دال، ، ۵ کیلو بوره، یوه کیلو شین چای او ۲ کیلو مالګه شامله وه د مرکزی سویل لوديځ زون رئیس مولوی الیاس خیل (ناصری)، محمد طیب مبارک د پکتیا د سري میاشتي ریس، ښاغلی ین سن د المان د سولې کلي استازی، نوراغا صاحب زاده د سري مياشتي ویاند ، محمد نصیر ایین ، کارکونکو او رضاکارانو په شتون کي ووېشل شول. یاده مرسته د آلمان د سولې کلي موسسي له لوري شوي وه.

د المان د سولې کلي موسسه د ماتو هډوکو او سخت سوي ماشومانو د درملنې تر څنگ ټولټال ۶۰۰۰ خوراکي توکو مرسته ترسره کړې چې د کابل ، پکتیا، خوست، لغمان او کاپیسا ولایاتو کې به پر اړمنو کورنیو وویشل شي .

په پام کې ده چې سبا د چهار شنبې په ورځ به هم ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته په خوست ولایت کې مرسته ترسره شي.

 

توزيع مواد غذايي جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت پکتیا !

توزيع مواد غذايي جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت پکتیا !

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS