داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Kh

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د جګړو له امله د بې‌ ځايه شوو کورنيو د سروې بهير پيل شوی دی.

د دې سروې له مخې به په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې هغه کورنۍ په کره او شفاف ډول ثبت شي چې د جګړو له امله له خپلو کورونو بې‌ ځايه شوې دي.

د داخلي بې‌ ځایه شوو کورنیو د اړتیاوو د ارزونې او د ستونزو د اورېدو لپاره یو لوړرتبه پلاوی په یادې سروې بوخت دی، چې پکې د مقام سلاکاران، د حوادثو او مجامعو ولایتي ریاستونو استازي، اړوند کارکوونکي او رضاکاران شامل دي.

ټاکل شوې ده چې دا سروې په بشپړ شفافیت، عدالت او دقت ترسره شي؛ څو مستحقې کورنۍ په سمه توګه وپېژندل شي او اړینې مرستې ورسره وشي.

د یادونې وړ ده، چې ډېری داخلي بې‌ ځايه شوې کورنۍ لا هم د سرپناه، خوړو او لومړنیو اړتیاوو له جدي کمښت سره مخ دي او هیله لري چې دا سروې به د دوی د ستونزو د حل لپاره یو عملي ګام ثابت شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

پکتيا کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ١١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٢٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS