خوندي لاسرسی؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي مسؤولینو ته یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۰:۵۷
wa

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د ریاستونو مسؤولینو، د مقام سلاکارانو او مستقلو آمریتونو آمرینو ته په افغانستان کې د آی سي آر سي له لوري د خوندي لاسرسي په اړه  یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ ترسره شو.
د ورکشاپ پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي چارو مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام د ورکشاپ د ارزښت، موخې او اړتیا په اړه وینا وکړه. نوموړي د خوندي لاسرسي عناصر د بشري مرستو د دوام او اغېزمنتیا لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د سرې میاشتې کارکوونکي باید په دندو کې د مصؤنیت او خوندي لاس رسي اصولو ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه، چې خوندي لاس رسی د فعالیتونو د ښه تنظیم لپاره ځانګړی اهمیت لري او په دې برخه کې ګډه همکاري او همغږي کولای شي د بشري خدمتونو په پراختیا او د اړمنو کورنیو په ملاتړ کې مثبت بدلون را منځته کړي.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو سره د خوندي لاسرسي د اته‌ ګونو عناصرو، بشري فعالیتونو پر مهال د خوندیتوب د تدابیرو او سیمه کې د اغېزمن حضور په اړه لازم معلومات شریک شول؛ څو کاري ټیمونه وکولای شي خپلې چارې په خوندي چاپېریال کې پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS