خوندي لاسرسی؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي مسؤولینو ته یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو
سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د ریاستونو مسؤولینو، د مقام سلاکارانو او مستقلو آمریتونو آمرینو ته په افغانستان کې د آی سي آر سي له لوري د خوندي لاسرسي په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ ترسره شو.
د ورکشاپ پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي چارو مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام د ورکشاپ د ارزښت، موخې او اړتیا په اړه وینا وکړه. نوموړي د خوندي لاسرسي عناصر د بشري مرستو د دوام او اغېزمنتیا لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د سرې میاشتې کارکوونکي باید په دندو کې د مصؤنیت او خوندي لاس رسي اصولو ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه، چې خوندي لاس رسی د فعالیتونو د ښه تنظیم لپاره ځانګړی اهمیت لري او په دې برخه کې ګډه همکاري او همغږي کولای شي د بشري خدمتونو په پراختیا او د اړمنو کورنیو په ملاتړ کې مثبت بدلون را منځته کړي.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو سره د خوندي لاسرسي د اته ګونو عناصرو، بشري فعالیتونو پر مهال د خوندیتوب د تدابیرو او سیمه کې د اغېزمن حضور په اړه لازم معلومات شریک شول؛ څو کاري ټیمونه وکولای شي خپلې چارې په خوندي چاپېریال کې پر مخ یوسي.
