خوست!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۵:۹
خوست!

نن د شعبان المعظم پر ١٢مه د شنبې په ورځ خوست ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه د ټولنې، ولسي وګړو او د افغاني سرې میاشتې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه ناستې ته د وینا پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته وویل، چې خوست ولایت ته په راتګ خوښ دی. نوموړي وویل "کله چې ماته د افغاني سرې میاشتې مسؤلیت راپه غاړه شو، نو زه ورته اندیښمن ځکه وم، چې دا ځای د کونډو یتیمانو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي ځای دی او دوی د نړۍ پر مخ بې وسه انسانان دي، نو څنګه به د هېواد له هر ګوټه د ولس غږ تر خپل مېزه را ورسوو او څنګه به مونږ ولس ته او ولس مونږ ته لاسرسی ومومي؛ له همدې امله مو ټولنه کې د استازو د ایجاد ګام واخیست؛ څو مونږ د هېواد هر ګوټ کې اړمنو ته د مرستې ورکولو لاس ور وغځوو". نوموړي وویل "ټولنه کې د استازو د ایجاد ګام مو ددې لپاره دی، چې د ولس استازي له ځان سره د بېوزلو غم کې شریک کړو؛ په دې ډول به مو د افغاني سرې میاشتې چارو کې له ولس سره مشوره کړې وي او هم به مو خپل درد د ولس له استازو سره شریک وي؛ مونږ هڅه کوو هره سیمه کې مرستې هغو وګړو ته ورکړو، چې نهایي ډېر اړمن وي". ښاغلي خالص د ناستې ګډونوالو ته وویل "تاسې به له مونږ سره همغږي کوئ، چې څنګه به لویدلي وګړي له ځمکې پورته کوو او رښتیني لویدلي وګړي به په خپلو پښو دروو". نوموړي وویل "ستاسې به ستره همکاري دا وي، چې ولس کې هغه وګړي مونږ ته راپه ګوته کړئ، چې واقعاً لویدلي وي او له مونږ یې لاسنیوی پاتې وي". غونډې ته د ولایتي مجامع ۲ غړو بدرالدین بدر او حاجي توتي وویل، چې دوی د افغاني سرې میاشتې تر څنګ ولاړ دي او ددې ټولنې تر رهبرۍ به د ولس غږ رسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۱٨ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۵:۲۶
Background image

ارزګان؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۳۷ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

BACK TO NEWS