خوست، پکتیا؛ پر ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
یکشنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ پر ۳۵۰ او د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ پر ۱۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۵ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه مرسته د بېځایه شویو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د پېښو او ناورینونو له امله بېځایه شویو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
