ختيځ زون زلزله؛ اسلامي همکاريو سازمان ۱۰۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۵
ختيځ زون زلزله؛ اسلامي همکاريو سازمان ۱۰۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

سې شنبه، ۲۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د اسلامي همکاریو وجهي صندوق له لوري د کونړ زلزله ځپلو وګړو د لاسنیوي په موخه ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو نغدي مرسته په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشر ښاغلي دکتور محمد سعید العیاش او د یاد سازمان د ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر طارق علي بخیت په لاس د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته وسپارل شوه.
د یاد مبلغ نغدي مرستې د سپارلو پر مهال عمومي رئیس د ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو کورنیو د لاسنیوي او ملاتړ برخه کې د اسلامي همکارۍ د وجهي صندوق د نغدي مرستې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې مرستې به یې په بشپړ شفافیت تر زلزله ځپلو کورنیو وروسول شي. دغه راز ښاغلي دلاور له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه ناروغانو د درملنې او طبيعي پېښو زیانمنو سره د اسلامي همکاريو سازمان د همکاریو ستاینه وکړه او د مرستو د دوام هیله یې وکړه.
ورپسې د اسلامي همکاریو سازمان مشر د زیانمنو او اړمنو وګړو لاسنیوی د ټولو مسلمانانو اسلامي وجیبه وګڼله او هم یې د اړمنو افغانانو د لاسنیوي او بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS