خبرتیا!
![خبرتیا!](/sites/default/files/2023-07/360094307_149944438116901_686471122100863270_n_2.jpg)
افغاني سره میاشت غواړي؛ ترڅو د روغتیایي خدمتونو ریاست د قلعه اناثيه رواني ناروغانو د اړتیا وړ ۳۰ قلمه اړین اعاشوي توکي د تدارک او برابرولو په موخه، د نمونې سره سم داوطلبۍ ته وسپاري. ټول هغه تجارتي او لوژستیکي شرکتونه چې په یاده برخه کې فعالیتونه تر سره کوي او په داوطلبۍ کې د ګډون کولو لېوالتیا لري؛ کولای شي خپل وړانديزونه د افغاني سرې میاشتې د تدارکاتو او لوژستیک ریاست ته وسپاري او خپله د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو مراجعه وکړي، د ګډون د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي، چې نغدې اخیستل کېږي. پته: سیلو، افشار، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر