جلال آباد!
د افغاني سرې مياشتې له لوري، نن يکشنبه د ربيع الاول د مياشتې پر ۱۶مه، د جلال آباد ښار اړوند او بهسود ولسوالۍ له ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنيو سره ۱۵ قلمه د غير خوراکي توکو مرسته وشوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۶ د اوبو بوشکې، ۲ ستلونه، ۱۴ چکۍ صابون،يو بېک او یو شمېر نور توکي شامل وو. يو شمېر هغو کورنيو ته، چې سېلاب او باران يې کورونه ډېر اغېزمن کړي وو، د پورتنيو توکو سربېره د پخلنځي ۱۳ قلمه توکي هم ور کړل شول.


