پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۴۱
Pak

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.

په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د ساري ناروغیو د پېژندنې، ډولونو، د انتقال څرنګوالي، د خپرېدو لارو، او د مخنیوي او وقایوي تدابیرو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د یادې روزنې موخه دا وه، څو ګډونوال وکولی شي په خپلو اړوندو روغتیايي مرکزونو کې د ساري ناروغیو د کنټرول، مخنیوي او اغېزمن مدیریت په برخه کې مسلکي او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري او روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې په دوامداره توګه ورته روزنیز ورکشاپونه ترسره کوي، څو د روغتیايي کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړې او د ټولنې په کچه د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول بهیر لا اغېزمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS