تورخم!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۲۳
تورخم!

نن شنبه چې د ربيع الثاني ۲۷مه نېټه ده، افغاني سرې مياشتې د تورخم له لارې په تېرو لس ورځو کې راستنېدونکو ۷۷۸۰ بېوزله او اړمن ناروغانو په وړيا ډول درملنه کړي، چې ۳۰۳۵ تنه يې له پېنځو کلنو کم عمره ماشومان وو. د يادو ناروغانو له ډلې ۲۳۰۰ د ستوني، سينې، زکام او ور سره تړليو ناروغيو، ۱۷۰۸ د نس ناستي ناروغان، ۵۹۷ د پوستکي ناروغان، ۱۲۲۰ مېندو ته د زېږون روغتيا مشورې ورکړل شوي، ۳۹۰ ماشومان د بېلابېلو ناروغيو پر وړاندې واکسين شوي، ۱۲۰۹ کسانو ته د رواني روغتيا مشورې ور کول شوي دي، ۲۷ د ملاريا پېښې ثبت شوي دي او ۳۲۹ ټپيان پانسمان شوي دي. همدارنګه يو شمېر ماشومانو ته د يخنۍ ضد بنيانونه او ځينو ناروغانو ته صابونونه هم ور کول شوي دي. د يادونې وړ ده،چې د افغاني سرې مياشتې ګرځند روغتيايي ټيمونه نږدې له دوه هفتو را هيسې تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو ځای ته رسيدلي او تر دې دمه يې پراخ بشرپال روغتيايي خدمتونه تر سره کړي دي.

kk

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS