تخار ولايت کې ۷۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنيو سره د خوراکی او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۰:۳۰
مساعدت مواد غذايي وغير غذايي براي 700 فاميل مستحق و نیازمند در ولايت تخار صورت گرفت!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د تخار ولایت چاه آب ولسوالی د بېلابېلو کليو ۷۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنيو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

په خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، وریژې، دال او غیر خوراکي توکو کې یو روغتیایي کیټ شامل وو، د شمال ختیځ زون رییس ښاغلي محمدشفیع هجرت، د تخار د سرې میاشتې نماینده ګۍ رییس ښاغلي عبدالواحد عابدي، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شول.

د یادونې وړده چې ورته مرستې به په راتلونکو څو ورځو کې د یاد ولایت په شکمش ولسوالۍ کې هم پر اړمنو او بېوزلو کورنیو ووېشل شي.

 

مساعدت مواد غذايي وغير غذايي براي 700 فاميل مستحق و نیازمند در ولايت تخار صورت گرفت!

 

مساعدت مواد غذايي وغير غذايي براي 700 فاميل مستحق و نیازمند در ولايت تخار صورت گرفت!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS