تخار ولايت کې د ولايتي مجامع له غړو سره ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۸:۴۱
خبرونه

تخار ولايت کې د ولايتي مجامع له غړو سره ناسته ترسره شوه
نن چهارشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۹مه، تخار ولایت کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د ولایتي څانګې په ریاست کې ددې خيريه ملي ټولنې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز، د مالي سرچینو د پراختیا د رئیس ښاغلي نور الحق یوسفي او د ولایتي مجامع د آمر مولوي ضیاء الرحمن صاحبزاده په شتون کې د ولایتي مجامع له غړو او د نمایندګۍ له کارکوونکو سره غونډه ترسره شوه.
غونډه کې د ولايتي مجامع غړو د خپلو ترسره کړو فعاليتونو راپورونه شريک کړل چې ورپسې د ناستې ګډونوالو  ته د مرکزي پلاوي له لوري د ولايتي مجامع د چارو پر ارزښت، د ځانګړې اونۍ په ښه ډول ترسره کېدو او دې اونۍ کې د پلورل کېدونکو ټکټونو په تړاو عامه پوهاوی او بشپړ معلومات ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې په ورته مهال د هېواد په درې نورو ولایتونو (بامیان، هلمند او خوست) کې هم د ولایتي مجامع د غړو سره درې میاشتنۍ ناستې ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۳۹
Background image

پروان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پروان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۰۴۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

BACK TO NEWS