تخار؛ ۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه
چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بېلابېلو سیمو کې له ۴ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د زیانمنو کورنیو د لومړنیو او عاجلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۳۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ او ملاتړ په موخه خپلې مرستې دوامدارې ساتي.
