بلخ کې له ۴۱۹ زلزله ځپلو کورنیو سره بشري مرسته وشوه
دوشنبه، ۱۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف اړوند د بېلابېلو ناحیو له ۴۱۹ زلزله ځپلو کورنیو سره د بشري لاسنیوي په موخه درې قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته کمپلې، شیدې، او بیسکوټ ورکړل شول.
