بلخ؛ د ازبکستان ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۱:۳۶
K

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

په بلخ ولایت کې د ازبکستان له لوري د خوراکي توکو ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.

دغه مرسته په داسې حال کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ګڼو کورنیو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي او زرګونه کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې مرسته کې ۹۶ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریژې، ۲۲ ټنه نخود، ۲۲ ټنه بوره، ۲۲ ټنه مکروني، ۱۵ زره لېټره غوړي، ۱۰ زره قوطۍ د پخې غوښې کانسرو، بسکویټ او یو شمېر نور اړین خوراکي توکي شامل دي، چې موخه یې د سېلاب‌ ځپلو او اړمنو کورنیو لاسنیوی دی.

ټاکل شوې ده، چې یاده مرسته به په نږدې راتلونکي کې پر سېلاب‌ ځپلو او اړمنو کورنیو په شفاف او منظم ډول ووېشل شي.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو او ناورینونو پر مهال د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره د کورنیو او نړیوالو بشري همکاریو پراختیا مهمه ګڼي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ؛ د ازبکستان ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

په بلخ ولایت کې د ازبکستان له لوري د خوراکي توکو ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.

دغه مرسته په داسې حال کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۸:۱
Background image

خوست؛ د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د زرغون وطن جام اتلولي وګټله

دوشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د خوست ولایت د زرغون وطن والیبال جام سیالیو کې د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې په غوره لوبو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

دغه ټورنمنټ، چې د شپږو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۸
Background image

بغلان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS