بغلان ولایت کې کارکوونکو او رضاکارانو ته پېښو ته د ځواب ویلو څلور ورځنی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد!
د کارکوونکو او رضاکارانو د ظرفیت لوړاوي، مهارت او مسلکي زده کړو په موخه د ورکشاپونو جوړول د افغاني سرې میاشتې له موخو ګڼل کېږي؛ په همدې هدف یې پېښو ته د ځواب ویلو څلور ورځنی ښوونیز ورکشاپ، چې بغلان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نماینده ګۍ د BDRT د ټیم ۲۵ تنه غړو ته په لاره اچول شوی وو؛ د ربیع الاول پر ۹مه یادو ګډون کوونکو ته د ستاینلیکونو په وېشلو پای ته ورسید.
