بدخشان ولايت کې ۸۳۴۶ وګړو ته روغتیایي خدمات!

بدخشان ولايت کې ۸۳۴۶ وګړو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د بدخشان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۳۱۹۱ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۱۲۳ تنو ټپیانو پانسمان، ۷۵۰ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۲۷۸۰ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۵۱۶ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۶۶۰ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۳۲۶ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.