بامیان ولایت کې د مرستو د وېش لړۍ پای ته ورسېده!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۴۱
روند توزیع مساعدت در ولایت بامیان به پایان رسید!

د جمعې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال د میاشتې پر ۲۰ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بامیان ولایت یکاولنګ ۲ ولسوالۍ د ۱۱۷۵ کورنیو له ډلې پاتې ۵۷۵ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د نړیوال فدراسیون د اپیل پروژې ۸ قلمه د خوراکي توکو مرسته چې هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ پاکټ بي پي بیسکېټ او ۲ کیلو مالګه شامل و، ووېشل شوه.

د یادونې وړ ده چې د دې مرستو د وېش لړۍ د پنجشنبې په ورځ ۶۰۰ کونیو ته په مرستې وېشنې سره پیل شوې وه؛ د جمعې په ورځ پاتې ۵۷۵ کورنیو ته په مرستې ورکولو سره پایته ورسېده.

 

روند توزیع مساعدت در ولایت بامیان به پایان رسید!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS