بامیان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه!
د پنجشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال د میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بامیان ولایت یکاولنګ ۲ ولسوالۍ د ۱۱۷۵ کورنیو له ډلې ۶۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د نړیوال فدراسیون د اپیل پروژې ۸ قلمه د خوراکي توکو مرسته چې هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ پاکټ بي پي بیسکېټ او ۲ کیلو ملګه شامل و، ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده چې پاتې ۵۷۵ کورنیو ته به یاده مرسته په راتلونکو ورځوکې ووېشل شي.
