بامیان؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۳:۱۰
بامیان؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

شنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او نغدو پیسو وېش تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیقپاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پېښو پر مهال د مؤثرې ځواب وینې، د زیانمنو د ژغورنې او د لومړنیو مرستو د وړاندې کولو په اړه د مهارتونو د پیاوړتیا په موخه معلومات ورکړل شول، څو وکولی شي په بېړنیو حالاتو کې پر وخت، مسلکي او اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
Background image

کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۷:۶
Background image

فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت‌ کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS